د بريتانيا محافظه كار ګوند، چې لومړى وزير بوريس جانسن يې هم غړى دى، د دې هېواد په پارلماني ټاكنو كې په غوڅ اكثريت بريا خپله كړه.
دا ګوند، چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو پلوى دى، وتوانېد د پارلمان له ۶۵۰ چوكيو ۳۶۴ يې ترلاسه كړي.
جانسن پرون په پارلماني ټاكنو كې د خپل ګوند له بريا وروسته وويل، دغه بريا د راتلونكي ميلادي كال د جنوري مياشتې په ۳۱مه نېټه له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو په معنا ده.
په ۲۰۱۶م كال كې په يوه ټولپوښتنه كې د بريتانيا څه باندې ۵۱ فيصده اوسېدونكي له اروپايي ټولنې د خپل هېواد د وتلو غوښتونكي شول.