د ملي دفاع وزارت وايي، نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د موټربم ځانمرګي بريد په ترڅ كې نهو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، يوه ځانمرګي بريد كوونكي غوښتل له چاودېدونكو توكو د ډك مازدا ډوله په موټر په وسيله د ۲۱۵ ميوند قول اردو د درېيمې لېوا د لومړي کنډک پر يوې پوستې بريد وکړي، خو کله چې پوستې نېږدې کېږي، د ملي اردو ځواکونو له لوري تر پېژندلو وروسته چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکوي.
د خبرپاڼې له مخې، په ياد بريد کې پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په هلمند كې د ننني موټربم ځانمرګي بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى او په كې يې لسګونو افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.