ads

په ننګرهار کې د ښځینه وو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

د لاسي صنایعو دا نندارتون د جلال اباد ښار د ښځو په بڼ کې د درې ورځو لپاره پرانیستل شوی و. مسولین یې وایي، په دې نندارتون کې د هغو کورنیو لاسي صنایعې نندارې ته اېښودل شوي، چې له بهره رستنې شوې او یا داخلي بې ځایه شوي کورنۍ دي. دغه نندارتون ته راغلې مېرمنې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 لړم 1398
په ننګرهار کې د ښځینه وو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

د لاسي صنایعو دا نندارتون د جلال اباد ښار د ښځو په بڼ کې د درې ورځو لپاره پرانیستل شوی و.
مسولین یې وایي، په دې نندارتون کې د هغو کورنیو لاسي صنایعې نندارې ته اېښودل شوي، چې له بهره رستنې شوې او یا داخلي بې ځایه شوي کورنۍ دي.
دغه نندارتون ته راغلې مېرمنې وایي، لاسي صنایع یې د کډوالو چارو ریاست له لوري له هغو حرفوي زده کړو وروسته جوړې کړي، چې د یاد ریاست له لوري ورته برابر شوي وو.
حلیمه او شفیقه درې کاله کېږي، چې له پاکستان له خپلې کورنۍ سره یو ځای هېواد ته راستنې شوې دي. دوی وایي، د لاسي صنایعو په تولید سره یې د کور ګوزاره روانه ده، خو د مېرمنو په لاس د تولید شوو لاسي صنایعو د پلور لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.
د لاسي صنایعو جوړونکي مېرمنې د دا شان نندارتونو جوړېدل مهم بولي. دوی د ښځینه وو د اقتصادي ودې بداینې لپاره د لاسي صنایعو په برخه کې د مناسبو بازارونو جوړېدل ګټور بولي او وایي، په دې سره به د ښځو ګڼې اقتصادي ستونزې راکمې شي.
بل لور ته د ننګرهار کډوالو چارو ریاست مسولین وایي، چې په دې ولایت کې یې شاوخوا څلور زره کورنیو ته چې له بهرنیو هېوادونو رستنې شوې او یا داخلي بې ځایه شوي د حرفوي زده کړو په بېلابېلو برخو کې یې زده کړې ورکړي دي.
د کډوالو چارو رییس نجیب الله قیومي وایي، هڅه یې دا ده چې دې ولایت ته له پاکستان او نورو هېوادونو رستانه شوو کډوالو ته د حرفوي زده کړو لړۍ نوره هم وغځوي.
د یادونې ده، چې افغان سوداګرو ښځو مخکې تر دې د دوی تولیداتو ته د لازمو بازارونو د نشتوالي له امله شکایت درلود او د بېلابېلو نندارتونونو جوړول ‌یې په دې برخه کې ګټور ګڼلي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA