د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن چهار شنبه په ټول هېواد کې د رایو بیا شمېرلو لړۍ ودروله.
د دغه کمېسیون له لوري په خپاره شوي هوکړه لیک کې ویل شوي، چې په ټول هېواد کې د رایو بیا شمېرنې پروسه د نوماندانو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او سیاسي حزبونو اندېښنو ته د رسېدو په هدف ودرول شوه.
په دغه پرېکړه لیک کې ویل شوي، هغه محلونه له دغه امر څخه مستثنی دي چې هلته صندوقونه پرانیسي او رای شمېرنه پکې روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې ټاکنیزو ټیمونو او مدني بنسټونو د رایو بیا شمېرلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او د دغې لړۍ د درولو غوښتنه یې وکړه.