ads

په بنګله دېش کې د اورګاډو ټکر ۱۵ کسان ووژل

د بنګله دېش پوليسو خبر ورکړى، چې نن سه شنبه د دې هېواد په کسابا ښار کې د دوو اورګاډو په ټکر کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ژوبل دي. د کسابا د پوليسو مشر وويل، ټول ټپيان روغتون ته وړل شوي او د اروګاډو پر دغې پټلۍ تګ راتګ درول شوى دى. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 لړم 1398
په بنګله دېش کې د اورګاډو ټکر ۱۵ کسان ووژل

د بنګله دېش پوليسو خبر ورکړى، چې نن سه شنبه د دې هېواد په کسابا ښار کې د دوو اورګاډو په ټکر کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ژوبل دي.
د کسابا د پوليسو مشر وويل، ټول ټپيان روغتون ته وړل شوي او د اروګاډو پر دغې پټلۍ تګ راتګ درول شوى دى.
د سرچينو په وينا، تراوسه د يادې پېښې علت معلوم نه دى او په اړه يې پلټنې روانې دي.
بايد وويل شي، چې د بنګله دېش په ګډون د نړۍ په ځينو هېوادونو كې د اورګاډو ټکرونه رامنځته کېږي، چې د پراخې مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA