د خيبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې دوو چاودنو پنځو پاكستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي چارواكي وايي، د دوشنبې په ورځ په رزمك سيمه كې د پاكستاني ځواكونو د ګزمې پر كاروان د سړك غاړې ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى.
په ميرعلي ښارګوټي كې هم ورته پېښې دوه پاكستاني سرتېري وژلي دي.
حزب الاحرار ډلې د يادو چاودنو مسووليت منلى دى.