هلمند، چې د هېواد په جنوب کې پروت ولایت دې او ۸۰ فیصده اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارې بوخت دي، خو له دې سره په څنګ کې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د لړمانو لپاره د روزنې په هدف یو فارم جوړشوی دی.
په یاد ولایت کې د لړمانو د روزنې د فارم مسول پیر محمد وايي دا فارم یې له دغه ولایت څخه د لړمانو د قاچاق د مخنیوي په هدف جوړ کړی دی.
دوی وايي، تر اوسه یې په دې فارم کې ۱۶۰۰۰ زره لړمان راټول کړي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په نړیوال بازار کې د پلور زمینه ورته برابره کړي.
بلخوا، بیا هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د ریاست د پلان او برنامو د همږغۍ مسول سید رفیع الله قلم کلید ته وویل، کوم فارم چې په دې ولایت کې د یوتن هلمندی لخوا جوړ شوی، د یاد فارم لرونکي سره به دوامداره مرسته کوي او نوموړي ته به په قانوني توګه د کار کولو جواز ورکوي، څو دغه کار لا وده وکړي.
د یادولو وړ ده، چې له دغو لړمانو څخه ترلاسه کېدونکي زهر به یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته صادر شي او هر لړم په درېیو میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي، چې د یو کیلو زهرو بیه نږدې لس میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د لړم له زهرو څخه د ځینو درملو په جوړولو کې هم ګټه اخیستل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ