ads

په کونړ کې د ځنګلونو ساتنه د قومي پرېکړو له مخې کېږي

که څه هم په تېرو څو کلونو کې د کونړ ځنګلونه د مافیايي کړیو، زورواکو او د وسله والو ډلو له لوري وهل شوي او نورو سیمو ته قاچاق شوي، خو تازه افغان حکومت هڅې پیل کړې چې په دغه ولایت کې شته طبعي ځنګلونه وساتي او نوي محصولي ځنګلونه په کې جوړ کړي. د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 لړم 1398
په کونړ کې د ځنګلونو ساتنه د قومي پرېکړو له مخې کېږي
د کونړ ځنګلونه

که څه هم په تېرو څو کلونو کې د کونړ ځنګلونه د مافیايي کړیو، زورواکو او د وسله والو ډلو له لوري وهل شوي او نورو سیمو ته قاچاق شوي، خو تازه افغان حکومت هڅې پیل کړې چې په دغه ولایت کې شته طبعي ځنګلونه وساتي او نوي محصولي ځنګلونه په کې جوړ کړي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې له قومي شوراګانو سره ځیني تړونونه لاسلیک کړي دي، چې له مخې به یې د ځنګلونو ساتنه او پالنه کېږي.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس انجینر انعام الله ساپی وایي، په دغه پنځه کلن پروګرام کې به نه یوازې د کونړ د ځنګل وهنې مخنیوی وشي، بلکې ولسونه به وهڅول شي چې په خپلو سیمو کې د قومي پرېکړو او تړون په ترڅ کې د ځنګلونو ساتنه او سمه پالنه وکړي.
بل لور ته د کونړ قومي مشران وایي، له حکومت سره به د شوې هوکړې له مخې په خپلو سیمو کې د نوو ځنګلونو په جوړېدو او د ځنګلونو په ساتنه کې مرسته وکړي.
د قومي مشرانو په خبره، که حکومت له ځنګل وهونکو او قاچاق کوونکو سره چلند جدي کړي، په دغه ولایت کې به ځنګلونه تر ډېره وساتل شي.
خو بل لور د کونړ د والي مرستیال ګل محمد بیدار وایي، اوس یې تر ډېر د ځنګلو وهلو او د لرګیو د لېږد مخه نیولې او په دې تړاو یې ګڼ شمېر کسان زندان ته اچولي دي.
د معلوماتو له مخې د کونړ ځنګلونه د هېواد د ځنګلونو پنځه ویشت سلنه برخه جوړوي، چې د چارواکو په وینا د یاد ولایت څه باندې درې سوه زره هکتاره ځمکه د نښترو په ځنګلونو پوښل شوې ده، خو څلوېښت سلنه یې په خپل سري توګه وهل شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA