په كشمير كې تېره ورځ د هندي او پاكستاني ځواكونو ترمنځ ډزې شوې دي.
د هند د پوځ وياند وايي، لومړى پاکستاني ځواکونو بريد كړى او د دوى په ځوابي ډزو كې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
بلخوا د پاکستان پوځ ادعا كړې، چې هندي سرتېرو پر عامو خلکو بريد کړى، شپږ تنه يې وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې څو نور ژوبل کړي دي.
پاكستاني پوځ د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر هم ورکړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې له ۱۹۴۷ ميلادي کال راهيسې له انګليس څخه د دواړو هېوادونو د ازادۍ تر اخيستلو وروسته د کشمير پر مسئلې درې ځلې لويې جګړې شوي او تر ۷۰ زرو ډېر کسان په کې وژل شوي دي.