د ننګرهار د کانال شرکت رییس پرویز الیشنګي وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د زیتونو حاصلات د پام وړ ډېر شوي، چې علت یې د زیتونو باغونو ته د دوی ښه پاملرنه ده.
هغه وایي، د معلوماتو له مخې د دغه ولایت کانال ادارې په څه باندې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي د زیتونونو بوټې به ۲۰۰ زره کیلو ګرامه حاصلات ورکړي.
په دغو زیتونو کې ۱۹۳ زره تور او پاتې یې شنه زیتون دي.
نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې د بهرنیو تولیداتو پر ځای دې له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ