ads

د ارزګان په ګېزاب کې شاوخوا ۳۰ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده. په ياده ولسوالۍ کې تردا مهاله زياتې سيمي وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو څخه نيولي دي. په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي د دغې ولسوالۍ پر امنيتي وضيعت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
29 تله 1398
د ارزګان په ګېزاب کې شاوخوا ۳۰ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې
ګېزاب ولسوالي

د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسي د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.
په ياده ولسوالۍ کې تردا مهاله زياتې سيمي وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو څخه نيولي دي.
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي د دغې ولسوالۍ پر امنيتي وضيعت اندېښمن دي او زياته وي چې هلته د جګړې له کبله لسګونه امنيتي سرتيري وژل شوي دي.
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي حاجي قدرت الله رحيمي وايي، له تېرو څو ورځو د جګړي پرمهال په دغه ولسوالۍ کې تر ۳۰ پوري امنيتي سرتيري وژل شوي، ټپیان او لادرکه شوي دي.
هغه وايي هلته کمانډو ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتي، خو کره معلومات يې نه لري.
بلخوا سرچيني وايي، په ياده ولسوالۍ کې تردامهال تر ۱۰ پورې امنيتي سرتيري وژل شوي، ۱۵ کمانډويي سرتيري له وسلو او مهماتو سره لادرکه دي.
سرچينه وايي، په ولسوالۍ کې دامهال امنيتي وضيعت د اندېښني وړ دي او که مرسته ونه رسېږي، ياده ولسوالۍ به سقوط شي.
موږ هڅه وکړه چې په ولسوالۍ کې له مسولو چارواکو سره د ولسوالۍ د روان امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړو، خو هلته مخابراتي شبکي بندي دي او په اړيکو نيول بريالي نه شوو.
له دې سره مو هڅه وکړه څو دغه اندېښني د دغه ولايت له ولايتي امنيتي مسولينو سره شريکي کړو، خو له هغوی سره هم په خبرو کولو بریالي نه شوو.
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي حاجي قدرت الله رحيمي همدراز زياته کړه چې د يادې ولسوالۍ د امنيتي وضيعت په اړه په کابل کې د کورنيو چارو او دفاغ وزارتو له مسولين سره هم ږغيدلی او د يادې ولسوالۍ د امنيت د ښه کولو لپاره يې له امنیتي ځواکونو سره د مرستې غوښتنه ترې کړې ده.
طالبان بیا اعا کوي چي ګېزاب کې د ۱۴ کمانډویي سرتیرو د وژل کېدو تر څنګ يې زيات شمېر نورو سرتيرو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغې ډلي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس مهال يې پر ولسوالۍ ډله يز بريدونه پیل کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA