ads

د هرات د ګمرک یو کارمند په کهسان ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو تښتولی

د هرات ګمرك رئيس عبدالصمد ستانکزی وايي، د يكشنبې په ورځ يې يو كاركوونكى له يو بل تن سره يو ځاى د هرات – اسلام قلعه پر لويه لار د كهسان ولسوالۍ په احمد اباد كلي كې تښتول شوى دى. نوموړى زياتوي، دا موضوع يې له ولايتي او امنيتي مسوولينو سره شريكه كړې، خو تر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 تله 1398
د هرات د ګمرک یو کارمند په کهسان ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو تښتولی

د هرات ګمرك رئيس عبدالصمد ستانکزی وايي، د يكشنبې په ورځ يې يو كاركوونكى له يو بل تن سره يو ځاى د هرات – اسلام قلعه پر لويه لار د كهسان ولسوالۍ په احمد اباد كلي كې تښتول شوى دى.
نوموړى زياتوي، دا موضوع يې له ولايتي او امنيتي مسوولينو سره شريكه كړې، خو تر دې دمه د يادو كسانو د برخليك په اړه معلومات نه لري.
ستانكزي كليد ته وويل، له فساد او زورواكو سره يې جدي مبارزه پيل كړې او له همدې كبله زورواكي هڅه كوي د انسان تښتونې په څېر د ګواښوونكو كارونو په ترسره كولو سره د ده د مبارزې مخه ونيسي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده بيا وايي، نامعلومو كسانو لومړى د دغه ولايت د ګمرك يو كاركوونكى او يو كمېشنكار درولي او وروسته يې كمېشنكار پرېښى او د ګمرك كاركوونكى يې برمته كړى دى.
د هرات د امنيتي مسوولينو په خبره، پرېكړه شوې، چې له دې وروسته د امنيت د ټينګښت په هدف بايد د ياد ولايت د ګمرك كاركوونكي له امنيتي سرتېرو سره په همغږۍ د هرات – اسلام قلعه پر لويې لارې تګ راتګ وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA