ads

په کندهار کې د جمهوري ریاست ټاکنې له تخنیکي ستونزو سره پیل شوې

په کندهار کې پر یو لړ نورو ستونزو سربېره د ټاکنو خپلواک کمېسون د مهالوېش سره سره د ټاکنو مرکزونه د سهار تر ۷ بجو ناوخته پرانیستل سول. یوه ۵۰ کلنه مېرمن وایي، د لارو د بندېدو له کبله يې شل کیلومتره پر پښو مزل کړی او بیا يې ځان د کندهار ښار ۸ ناحيې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 تله 1398
په کندهار کې د جمهوري ریاست ټاکنې له تخنیکي ستونزو سره پیل شوې
په کندهار کې د ټاکنو بهیر

په کندهار کې پر یو لړ نورو ستونزو سربېره د ټاکنو خپلواک کمېسون د مهالوېش سره سره د ټاکنو مرکزونه د سهار تر ۷ بجو ناوخته پرانیستل سول.
یوه ۵۰ کلنه مېرمن وایي، د لارو د بندېدو له کبله يې شل کیلومتره پر پښو مزل کړی او بیا يې ځان د کندهار ښار ۸ ناحيې اړوند د رايه اچوونې یوه مرکز ته ورساوه، خو اوس يې بایمیټیرک ماشین تذکره نه مني او په اړه يې معلومات نه ثبتوي.
نوموړې، چې ډېره ستړې او خپه ښکارېده، وویل چي د کمیسون د تخنیکي وسایلو د ستونزو له کبله شونې ده چې د رايې ورکولو له حقه محرومه شي او خپله رایه ونه کاروي.
دا یوازنۍ مېرمن نه ده چې د ټاکنو په بهیر کې له تخنیکي ستونزو څخه شکایت کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د ناظرینو، بایمټریک سیسټم، د فرینټرونو خرابوالي او داسې نور ټاکنیز وسیال د تخنیکي وسایلو د خرابوالي راپورنه ورکړل شوي وو.
له دې سره پر یو وخت د ټاکنو د کمېسون د کارمندانو کموالی بله هغه ستونزه وه، چي په کندهار کي يې رایه ورکوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
دغه ټولې ستونزې مو د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسون له رییس ایمل عبدالله سره شریکيې کړې. هغه ځیني ستونزې ومنلې، خو د مرکزونو د ناوخته پرانیستل کېدو او د کار کوونکو د کموالي خبره يې ردکړه.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون په ټول هیواد کې د راىه وركولو ۵۳۷۳ مركزونه مشخص كړي وو، چې له جملې يې نن ۴۰۴۱ مركزونه فعال او پاتې نور تړلي وو.
د ياد كمېسيون د معلوماتو له مخې، څه باندې نهه ميليونه كسانو په ټاكنو كې د ګډون په هدف نومليكنه كړې، چې شاوخوا درې ميليونه يې ښځې دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA