د ګل په نوم هنري او فرهنګي ډلې د دغه ولايت په پوهنتون كې د ځايي چارواكو، فرهنګيانو او محصلينو په حضور كې چينايي او افغاني سندرې وويلې.
دغې ډلې د چين له ګانسو ايالته باميان ته رسمي سفر كړى.
په دې څه باندې ۱۰ كسيزه ډله كې، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په باميان كې ده، د چين د ګانسو ايالت فرهنګي چارواكي، هنرمندان او ورزشكاران شامل دي او ټاكل شوې هلته بېلابېل هنرني او فرهنګي پروګرامونه وړاندې كړي.
د باميان والي محمد طاهر زهير وايي، كلونه وړاندې د باميان او ګانسو ترمنځ د ورورولۍ هوكړه ليك لاسليك شوى او له تېرو درېيو كلونو راهيسې بامياني هنرمندان او فرهنګيان د هنري او فرهنګي تبادلې لپاره د چين ياد ايالت ته سفرونه كوي.
د يادونې وړ ده، چې تېر كال هم د چينايي متخصصينو او فرهنګيانو يوه ډله باميان ته لاړه او د دغه ولايت د اوسېدونكو له دودونو سره اشنا شوه.