ads

د وژل شوي زوی مورکۍ: که سوله وشي، لومړی د خپل زوی قبر ته ځم

ارزګان کې يوه جګړه ځپلي مور وايي، که په هېواد کې جګړه ختمه شي، لومړی به د خپل شهيد شوي زوی قبر ته ولاړه شي. دغه سپین سرې مور، چې د بدن د هډوکو ناروغي هم لري، له خپلو ۵ نور ماشومانو سره په يوه زاړه کرايه شوي کور کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 وږی 1398
د وژل شوي زوی مورکۍ: که سوله وشي، لومړی د خپل زوی قبر ته ځم
ارزګان کې د وژل شوي زوی مور

ارزګان کې يوه جګړه ځپلي مور وايي، که په هېواد کې جګړه ختمه شي، لومړی به د خپل شهيد شوي زوی قبر ته ولاړه شي.
دغه سپین سرې مور، چې د بدن د هډوکو ناروغي هم لري، له خپلو ۵ نور ماشومانو سره په يوه زاړه کرايه شوي کور کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې اوسېږي.
هغه وايي، د زوی یې کلونه کېږي چې وژل شوي، خو د جګړي له وېري يي قبر نه دی ليدلی.
دغه بېوزله مور اوس مهال ناروغه ده او اقتصادي حالت یې ډېر خراب دی.
د دغې غمځپلې بوډۍ مور يو ځوان زوی په روانه جګړه کې په تېرو کلونو کې وژل شوی دی.
دا وايي، تر جګړې درېدو او سولې راتلو وروسته يې لوي ارمان دا دي چې د خپل وژل شوي زوی مقبرې ته ورشي او ورته وژاړي.
جګړه ځپلې مېرمن زياته وي، چې د زوی تر مرګ وروسته يي څو ځله هڅه کړې چې د خپل وژل شوي زوی قبر ته ورشي، خو په هغه سيمه کې چې زوی يي خښ شوی، جګړه روانه ده او دا د خپل زوی د قبر لیدو ته نه شي تلی.
دغه مور زياته وي، چې ژوند يې له سختو کړاوونو ډک دی او په باور يې چې د بېوزلۍ او غربت لامل یې په هېواد او په ځانګړي ډول په ارزګان کې روانه جګړه ده.
دغه بوډۍ مور د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه کوي چې جګړه بس کړي او سوله وکړي.
نوموړې زياته وي، چې د وژل شوي زوی مرګ سخته دردولې ده، خو که سوله راشي د وژل شوي زوی قاتل بخښي.
ياده جګړه ځپلې کورنۍ وايي، اوس له سخت کمزوري اقتصادي حالت سره مخ ده.
دا د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره له خلکو او په ځانګړي ډول له شتمنو د مرستې غوښتنه کوي.
ارزګان کې د رواني جګړې له کبله دغه ډول نورې کورنۍ هم شته او په ناوړه حالت کې ژوند کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA