برېښنا شرکت خبر ورکوي چې تر نن ماښامه به د کابل او نورو ولایتونو د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا پرې شوي لینونه په بیړني ډول ونښلول شي.
برېښنا شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سپین ږیرو او قومي مشرانو د هڅو پر مټ یې په بغلان او کندز ولایتونو کې د برېښنا د ورانو شوو ستنو رغولو اجازه تر لاسه کړې ده.
د دغه شرکت په اعلامیه کې راغلي چې د کندز او بغلان ولایتونو په حسن تال، ډنډې شهاب الدین او عسقلان سیمو کې به له تاجکستان او ازبکستان څخه د ۲۲۰ میګاواټه وارداتي برښنا پر ویجاړو شوو ټاورونو هم کار پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښتو کې په بغلان او کندز کې له ازبکستان او تاجکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا ستنې ونړېدې، چې له کبله یې د کابل په ګډون ۱۱ ولایتونه له برېښنا بې برخې شول.