د فارياب امنيتي چارواكي وايي، د فرېب كارانو هغه پنځه كسيزه ډله يې نيولې، چې يوه ښځه يې غولولې او په ۵۰ زره افغانيو يې پلورلې وه.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، د طلا په نوم ۲۸ كلنې ښځې، چې د المار ولسوالۍ اصلي اوسېدونكې ده، د كورني تاوتريخوالي په سبب د يادې ډلې له يوه كس سره ټيليفوني اړيكې لرلې او د دغه كس لخوا د فرېب وركولو له كبله ميمنې ښار ته تښتېدلې وه.
د هغه په خبره، دې پنځه كسيزې ډلې دغه ښځه په ميمنې ښار كې په يوه كس په ۵۰ زره افغانيو پلورلې وه، چې د فارياب د امنيه قوماندانۍ پوليسو د دوشنبې په ورځ ياده ښځه او د فرېب كارانو پنځه كسيزه ډله ونيوله.
ويل كېږي نيول شوې ښځه دوه ماشومان لري او مېړه يې په ايران كې مزدوري كوي.