ads

خوستي مشران: په ټاکنو کې به د تېر په څېر پراخ ګډون وکړو

خوست کې قومي مشران وایي، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنوکې به چې د میزان په شپږمه نېټه ترسره کیږي، د تېر په څېر په پراخه کچه ګډون کوي. د خوست د مختلفو سیمو قومي مشرانو پرون د یوې راټولېدنې پرمهال وویل، چې خوست میشتي تیار دي، څو په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 وږی 1398
خوستي مشران: په ټاکنو کې به د تېر په څېر پراخ ګډون وکړو
د خوست قومي مشران

خوست کې قومي مشران وایي، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنوکې به چې د میزان په شپږمه نېټه ترسره کیږي، د تېر په څېر په پراخه کچه ګډون کوي.
د خوست د مختلفو سیمو قومي مشرانو پرون د یوې راټولېدنې پرمهال وویل، چې خوست میشتي تیار دي، څو په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
یاد مشران وایي، ټاکنې د ډیموکراسۍ اصل دی او دوی به د کوم چا له وېرې د ټاکنو مرکزونو ته ځي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته به رایې کاروي.
د ځدرانو، منګلو او تڼيو درې تنه قومي مشران، سمین” ځدران، حکیم والي” جنګي خېل“ او راجه ګل ”منګل“ وایي د خوست امنیتي وضعیت نبست نورو ولایتونو ته ښه دی، نو ځکه دلته ټاکنو ته ښه زامینه برابره ده.
په ورته مهال د خوست د ولایتي شورا رییس کفیل ”ریحان“ د خوست له امنیتي چارواکو غواړي، چې د ټاکنو په ورځ د خوستیو ولسونو امنیت ته پام وکړي او ترڅنګ یې د ټاکنو کمېسیون له مسولینو هم غوښتنه کوي، چې ټاکنیز توکي دې پروخت ټاکنیزو مراکزو ته ورسوي، ترڅو خلک د تېر په څېر له ستونزو سره مخ نه شي.
په عین مهال د خوست امنیتي چارواکي د ولس استازو او د خوست قومونو ته د ټاکنو په ورځ د پوره امنیت ډاډ ورکوي.
د خوست والي محمدحلیم ” فدایي“ وایي، د ټاکنو لپاره یې پوره چمتو نیولی او خلک کولی شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي.
نوموړي په خوست میشتو غږ وکړ، چې د ظلم، زور زیاتي او زورواکۍ وخت تېر شوی او خلک دې د خپلو رایو په وسیله خپل راتلونکی وټاکي.
د خوست د ټاکنو ولایتي کمېسیون د مسولینو په خبره، چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۵۲ زره د نارینه او ښځينه وو تذکرې سټېکر شوي دي.
خو دلته بیا د خلکو اندېښنه داده، چې ښځې به ونشي کړی، چې د تېر په څېر په ټاکنو کې برخه واخلي.
هغوی یې علت کلتوري محدودیتونه او د ټاکنو کمېسیون له لوري د هغه قانون منځ ته راتګ بولي، چې وایي ښځې پرته له عکس اخېستو په ټاکنو کې ګډون نشي کولی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA