ګاونډیو هېوادونو ته د پستې او جلغوزیو قاچاق ډېر شوی.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو ته د جلغوزیو د بېساري قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي مسولو چارواکو یې تر اوسه مخه نه ده نیولې.
د کرنې او مالدارۍ وزارت معین هشمت الله غفوري نن پنجشنبه د صادراتو او تولیداتو پراختیا په غونډه کې وویل، د ځنګلونو پرې کول او د پستې او جلغوزیو قاچاق دیاد وزارت عمده ګواښونه دي.
نوموړی وایي، د خلکو او حکومت تر منځ ګډون د هېواد د اقتصادي ودې پراخېدو لامل کېږي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، هر کال ۲۳ زره ټنه جلغوزي او پسته تولیدېږي، چې یوازې ۱۶۰۰ ټنه صادرېږي او پاتې نور ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقېږي.