ads

د ارزګان ـ کندهار لار د طالبانو له خوا د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې

د ارزګان کندهار ترمنځ لويه لاره، چې له تېرو اوو ورځو راهیسي وسله والو طالبانو د عامو خلکو پرمخ تړلي ده، اوس موټر چلونکي ادعا کوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. هغه موټر چلونکي چې له ارز ګان څخه ګاونډي ولايت کندهار ته ځي، زياته وي چې د لارې په تړل کېدو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 وږی 1398
د ارزګان ـ کندهار لار د طالبانو له خوا د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې
کندهار ـ ارزګان لاره

د ارزګان کندهار ترمنځ لويه لاره، چې له تېرو اوو ورځو راهیسي وسله والو طالبانو د عامو خلکو پرمخ تړلي ده، اوس موټر چلونکي ادعا کوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه موټر چلونکي چې له ارز ګان څخه ګاونډي ولايت کندهار ته ځي، زياته وي چې د لارې په تړل کېدو سره يې کارو بار په ټپه درېدلي او ټوله ورځ لاس تر زنې ناست وي.
دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې ياده لار دې د ملکي خلکو پر مخ پرانیزي.
په ورته مهال مسافر هم د يادې لارې په تړل کېدو سره ځانونه له ستونزو سره مخ بولي.
يو شمېر مسافر، چې غواړي کندهار ته سفر وکړي، زياته وي چې د لارې په تړلو سره يې ناروغان د مړه کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د ارز ګان يو اوسېدونکي، چې ناورغ يي د پښتورګو ناروغي لري، د لارې په تړل کېدو سره د خپل ناروغ روغتيايي حالت ته اندېښمن دی.
هټوال بیازياته وي، چې د ارز ګان کندهار ترمنځ د تړل شوې لارې له کبله د خوراکي او غيري خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.
هټیوال وایي، د خوراکي توکو بیه د پخوا په پرتله ۵۰ فیصده لوړه شوې ده.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايي، ياده لاره يې د بېلابېلو لاملونو له کبله تړلې ده.
تېره ورځ په ولسي جر ګه کې د ارز ګان د خلکو يوې ښځينه استازې ګلالۍ محمدي پر خپل فېسبوک پاڼه تصويرونه نشر کړي وو او ویلي یې وو چې د ارز ګان کندهار ترمنځ د لويه لاري ستونزه يې د کندهار له امنيه قوماندان تادين خان سره شريکه کړې، خو خبر يې ورکړي وه چې د لارې د بندېدو ستونزه يې حل کړې ده.
که څه هم آغلي محمدي د لاري د خلاصولو خبر ورکړی و. خو لاهم دغه لاره د خلکو پرمخ تړلي ده
دا لومړی ځل نه دي چې د طالبانو له لوري ياده لاره تړل کېږي، بلکي تر دې وړاندې هم څو ځله وسله والو طالبانو د خلکو پر مخ دغه لاره تړلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA