د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبر ورکوي چې د حسن روحاني او ټرمپ تر منځ خبرې له شرطه پرته شونې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ملګرو ملتونو په غونډه کې د جمهور رییس ډونالډټرمپ او حسن رواني تر منځ له کوم شرط پرته د لیدنې خبر ورکړ.
د راپورونو له مخې، ښاغلي پامپیو تېره روځ د امریکا د مالیې له وزیر اسټیو منوچین سره په ګډ خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې ټرمپ او حسن رواحاني به له کوم شرط پرته د ملګرو ملتونو په غونډه کې له یو بل سره وویني.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تازه له حسن رواحاني سره د لیدو خبر ورکړی، خو د ایران جمهور رییس له ټرمپ سره له هر ډول لیدو ډډه کړې.