نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې يو تن په ډزو وواژه.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د اېمل په نوم يو تن، چې د ننګرهار په ګمرک کې کمېشنکار و، په ډزو وژلى او له سيمې په تېښه بريالي شوي دي.
د اتل په وينا، د دې پېښې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي.
د ياد كس د وژلو مسووليت تر دا مهاله چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ