ads

امریکا د ایران پر درېیو فضایي مرکزونو بندیزونه ولګول

د امریکا د مالیې وزارت د ایران درې فضایي مرکزونه د بندیزونو وروستي لړلیک ته اچولي دي. د راپورنو له مخې، د امریکا د مالیې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د ایران د فضا څېړنیز ځای، فضایي سازمان او د ایران د څېړنو مرکز د امریکا د بندیزونو وروستي لړلیک ته داخل شوي دي. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 وږی 1398
امریکا د ایران پر درېیو فضایي مرکزونو بندیزونه ولګول
امریکا

د امریکا د مالیې وزارت د ایران درې فضایي مرکزونه د بندیزونو وروستي لړلیک ته اچولي دي.
د راپورنو له مخې، د امریکا د مالیې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د ایران د فضا څېړنیز ځای، فضایي سازمان او د ایران د څېړنو مرکز د امریکا د بندیزونو وروستي لړلیک ته داخل شوي دي.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ویلي چې دغه درې مرکزونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري تحریم شوي دي.
د ایران حکومت تر اوسه د امریکا له خوا د نوو بندیزونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د امریکا او ایران تر منځ اړیکې هغه وخت ترینکلې شوې، چې ټرمپ له ایران سره د پیاوړیو قدرتونو له اټومي هوکړې د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA