پوليسو په كندوز كې يو پنځه كلن ماشومان د انسان تښتوونكو له منګولو خوشې كړ.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، دا ماشوم محمد نومېږي، چې څه موده وړاندې په كندوز كې تښتول شوى و.
د سرچينې په خبره، ياد ماشوم د شنبې په مازديګر د انسان تښتوونكو له منګولو وژغورل او د دې قضيې په تړاو څلور تنه ونيول شول.
دا په داسې حال كې ده، چې هېوادوال د انسان تښتونې پېښو د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او امنيتي ارګانونه يې په مخنيوي كې په پاتې راتلو تورنوي.