ads

تېرو درېیو ورځو کې پاکستان پر کونړ شاوخوا ۷۰۰ توغندي توغولي

له لسو ډېر کلونه وشول، چې پاکستاني نظامیان د نورو ولایتونو تر څنګ پر کونړ راکیټي بریدونه کوي؛ خو لا حکومت نه دی توانېدلی، چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.که څه هم ځینې وختونه یې باالمثل عمل هم کړی. له یو څه ځنډ وروسته یو وار بیا پاکستانۍ غاړې د کونړ پر درېېو ولسوالیو توغندیز […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
31 زمری 1398
تېرو درېیو ورځو کې پاکستان پر کونړ شاوخوا ۷۰۰ توغندي توغولي
پر کونړ د پاکستان برید

له لسو ډېر کلونه وشول، چې پاکستاني نظامیان د نورو ولایتونو تر څنګ پر کونړ راکیټي بریدونه کوي؛ خو لا حکومت نه دی توانېدلی، چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.که څه هم ځینې وختونه یې باالمثل عمل هم کړی.
له یو څه ځنډ وروسته یو وار بیا پاکستانۍ غاړې د کونړ پر درېېو ولسوالیو توغندیز بریدونه پیل کړي؛ خو تر اوسه یې د سر زیان نه دی اړولی.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، تېرو درېېو ورځو کې پاکستانیو نظامیانو د دغه ولایت پر شلتن، دانګام او ناړۍ ولسوالیو څه باندې اوه سوه راکیټي بریدونه کړي.
والي وايي، د دغو مرمیو ډېر شمېر یې پر شلتن ولسوالۍ لګېدلي دي.
تېر کې پر کونړ د پاکستانۍ غاړې د راکیټي بریدونو له امله زرګونه کورنۍ په مختلفو ولسوالیو کې بې ځایه شوې وې.
د کونړ د ولایتي شورا یو غړی جمال الدین سیار وايي، که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو د کونړ خلک به له خپلو ځواکونو سره څنګ، په څنګ د دغو بریدونو ځواب ورکړي.
د شلتن او اسمار ولسوالیو اوسېدونکي وايي، که څه هم دغو مرمیو چاته د سر زیان نه دی اړولی؛ خو که همداسې دوام وکړي، د سر د ممکنه زیان اوښتو خطر تر څنګ ښايي د ولسي وګړیو ډېر شمېر کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شي.
د کونړ یو دیني عالم یارمولا خان وايي، سره له دې چې د پاکستانیو نظامیانو دا عمل یې هر وخت غندلی وايي، پاکستانی حکومت په ښکاره له عامو افغانانو سره خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي.
پاکستانۍ غاړه ادعا کوي، چې له ډیورنډ دې غاړې وسله وال ور اوړي، نو ځکه یې پر توپونو ولي.
پر افغان خاوره د پاکستاني نظامیانو د توپونو ورولو له لسو ډېر کلونه وشول؛ خو لا هم دواړه ملکونه په دې اړه یوې متفقې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA