ads

په پکتیکا کې راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلداره کیږې

د پکتیکا ولایت سوداګر او هټيوال وايې د افغانیو د ترویج په برخه کې د خلکو کم پوهاوی د دې لامل شوی، چې اوس هم په دغه ولایت کې ډېره راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلداري ترسره کېږې. هغوی وايې اړونده ادارو په دې برخه کې خپل ورسپارل شوی مسولیت په ښه ډول نه ده ترسره […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 زمری 1398
په پکتیکا کې راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلداره کیږې
پاکستانۍ روپۍ

د پکتیکا ولایت سوداګر او هټيوال وايې د افغانیو د ترویج په برخه کې د خلکو کم پوهاوی د دې لامل شوی، چې اوس هم په دغه ولایت کې ډېره راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلداري ترسره کېږې.
هغوی وايې اړونده ادارو په دې برخه کې خپل ورسپارل شوی مسولیت په ښه ډول نه ده ترسره کړی او د نورو ولایتونو په څېر په یاد ولایت کې د عامه پوهاوي برخې ته هم پاملرنه نه ده شوي.
د ښار د اصنافو استازې او هټیوال وايې مسولو ادارو په دې ولایت کې د عامه پوهاوي داسي څه نه دي ترسره کړي ،چې خلک لېوال کړي، تر څو د پاکستانۍ کلداري پر ځای راکړه ورکړه پر افغانیو وکړي.
دوی وايې صرافانو او نورو هټيوالو د خپل ملي هویت ساتلو په هدف د کلدارو پر ځای افغانیو ته له زیان سره سره ملا تړلي، خو د بانک په ګډون مسولې ادارې یادي چارې ته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي.
پر همدي مهال د پکتیکا ښاروال انجنیر عبدالکریم کټوازي کلید ته وویل، دوی ټولي نرخ پاڼې په افغانیو وړاندي کړي او د افغانیو د ترویج او کارولو لپاره يې نیت کړی، چې ډېر ژر یو پراخ کمپاین هم پیل کړي.
د افغانستان بانک د پکتیکا نماینده ګۍ استازی مقرب الدین کاکړ وايې، یادې ادارې د خپل وس برابر هڅه کړې او هم يې د بروشرو، بینرو او قلمونو په چاپولو سره هېوادوالو ته د افغانیو ارزښت په ډاګه کړی دی.
نوموړی همداشان وايې له سیمه ییزو راډيو ګانو يې په دې اړه تبلیغات کړي او په پلان کې لري چې نور پروګرامونه هم پر لاره واچوي، خو په خبره يې په دې برخه کې د مرکزي اداري له لوري ډير واکونه دوی ته نه دي ورکړل شوي.
. په پکتیکا کې د پاکستانیو کلدارو د راکړې ورکړې اندېښنه داسې مهال مطرح کېږې، چې تر دې وړاندي د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې د ولسي کمپاینونو له لارې د افغانیو ترویج ته ښه کار شوی او اوس په یادو ولایتونو کې خلک تر ډیره په ورځنیو چارو کې له افغانیو ګټه اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA