د غزني ولایت په ناوې، مقر او قره باغ ولسوالیو کې تېره شپه د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناوې ولسوالۍ په انګو سیمه کې د هوایي برید په پایله کې ۲ طالب وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی څرګندوي چې د یاد ولایت په مقر او قرباغ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ۴ وسله وال وژل شوي دي او ۷ نور ټپیان دي.
د ښاغلي نوري په خبره چې په دغو عملیاتو کې افغان سرتیرو او ملګي وګړو ته زیان نه دی اوښتې.
وسله والو طالبانو هم په دې اړه تبصیره نه ده کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ