دفاع وزارت خبر ورکړی چې افغان کمانډو ځواکونو د لوګر په مرکز کې د یو لړ تصفیوي عملیاتو پر مهال د ملانقیب په نوم د وسله والو طالبانو یو مشهور قومندان وژلی دی.
وسله والو طالبانو که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې ګډو ځواکونو د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ملکي کسانو پر کورونو چاپه وهلې او ۴ ملکي وګړي یې وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د قطر په پایتخت دوحه کې اتم پړاو خبرې پای ته رسېدلې او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد واشنګټن ته رسېدلی دی.