ads

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له خصوصي سکټور سره په ګډ کار ټينګار وکړ

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د خصوصي روغتيايي سکټور د ارزونې د استراتيژيک پلان بشپړېدو خبر ورکړ. د افغانستان د عامې روغتيا وزير فېروز الدين فېروز د سې شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د خصوصي روغتيايي سکتور د ارزونې ستراتيژي د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 زمری 1398
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له خصوصي سکټور سره په ګډ کار ټينګار وکړ
د روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د خصوصي روغتيايي سکټور د ارزونې د استراتيژيک پلان بشپړېدو خبر ورکړ.
د افغانستان د عامې روغتيا وزير فېروز الدين فېروز د سې شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د خصوصي روغتيايي سکتور د ارزونې ستراتيژي د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د اغېزمنو کارونو په هدف بشپړه شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتيا وزير د خصوصي سکټور ونډه مهم وبلله او ټينګار يې وکړ، چې له خصوصي سکټور سره ګډکار کولی شي په روغتيايي برخوکې د افغانستان تشې ډکې کړي.
د خصوصي سکټور استازي د دغه استراتيژيک پلان هرکلی کوي او وايي، دا ستراتيژي د افغانستان د روغتايي خدمتونو د کيفيت لوړولو په برخه کې اغېزمنه تمامېدلی شي.
په افغانستان کې د خصوصي روغتونونو بنسټ اجرايوي مشر ډاکتر آصف سمسور کليد ته وويل، چې د دولتي او خصوصي سکټور ګډ کار به د روغتيا په برخه کې ډېرې ستونزې حل کړي.
له خصوصي سکټور سره دغه پنځه کلن ګډ پلان د افغانستان لپاره د امريکا د پراختيايي ادارې په مالي لګښت پلی کېږي.
د افغانستان لپاره د(USAID) عمومي مشر په دغه غونډه کې وويل، دوی ژمن دي چې د روغتيا په برخه کې په دوامداره توګه د افغانستان لاسنيوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم په افغانستان کې د معياري روغتيايي خدمتونو د نشتون له کبله ناروغان بهر هېوادونو ته د درملنې لپاره درومي.
د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې هرکال ۲۴۱ ميليونه ډالره يوازې د افغانانو د درملنې لپاره له هېواده بهر لګول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA