د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې پلې لېوا قومندان ډګروال عبدالمبین محبتي تېره ورځ د وسله والو طالبانو په نفوذي برید کې ووژل شو.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوموړی د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د امنیتي حالت ارزولو لپاره دغې ولسوالۍ ته ورغلی و، چې د ملي اردو د یو سرتیري له لوري، چې ویل کېږي د وسله والو طالبانو نفوذي کس و، ووژل شو.
د ارګ په خبرپاڼه کې هم راغلي چې د نوموړي مړینه لویه ضایع ده.
وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې ده او ویلي یې دي چې په یاد برید کې څلور امریکایي سرتیري هم وژل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ