امریکا تازه ګواښ کړی چې ترکیه به د ایف ۳۵ جنګي الوتکو له پروژې وباسي.
امریکا دغه کار له روسیې څخه د ایس ۴۰۰ توغندیو د دفاعي سیسټم پېرلو په غبرګون کې کړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې الن لرد ویلي، په دې پروژه کې د ترکیې شتون ځنډول کېږي او د حذفولو بهیر یې هم په رسمي توګه پیلېږي.
ترکیې او روسیې د سوریې په جګړه کې مهم رول لوبولی دی، او هلته یې د ځینو وسله والو ډلو پوځي ملاتړ هم کړی دی.
خو په وروستیو کې د ناټو له غړو هېوادونو او اروپايي ټولنې سره د ترکیې اړیکي خرابې شوې.