ملي دفاع وزارت د وسله والو طالبانو د سل میله وسلو تر لاسه کولو خبر ورکوي.
ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، افغان کومانډو ځواکونو د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې شپني عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو ۸۳ کلاشینکوفونه، ۷ میله تفنګچې او په سلګونه مرمۍ د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
دفاع وزارت د دغو وسلو په تړاو درې کسان نیولې هم دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ