د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله خبردارى وركوي، د ۲۰۱۴م ميلادي كال د جمهوري رياست ټاكنو تكرار به يوه فاجعه وي، چې د افغانستان خلك يې د جبران توان نه لري.
نوموړي نن په كابل كې د جمهوري رياست په راتلونكو ټاكنو كې د ښځو د ګډون لپاره د عامه پوهاوي كنفرانس ته وويل، په دې اړه به خلك قضاوت وكړي، چې د جمهوري رياست په تېرو ټاكنو كې چا قرباني وركړې ده.
عبدالله ټينګار وكړ، چې د خلكو په رايو بايد معامله ونه
اجرائيه رئيس د جمهوري رياست په راتلونكو ټاكنو كې د ښځو رول او ګډون مهم وباله او زياته يې كړه، افغان ښځو د قربانيو په وركولو په ټاكنو كې د ګډون حق ترلاسه كړى دى.
عبدالله له ټولو دولتي ادارو وغوښتل، چې د بې پلوۍ په ساتلو د ټاكنو د ترسره كولو په برخه كې همكاري وكړي.
ټاكل شوې د جمهوري رياست ټاكنې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره او د كانديدانو ټاكنيزې مبارزې د زمري مياشتې په پنځمه نېټه پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ