په هرات كې تېره شپه شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې ټرافيكي پېښې اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د حوزوي روغتون سرطبيب محمد عارف جلالي كليد ته وويل، دا پېښه د هرات – اسلام قلعه پر لويه لار رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه وژل شوي او د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپيان دي.
د موټر چلوونكو بې احتياطي، د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه دي.