د كابل امنيه قوماندانۍ د كوچني اختر په ورځو كې د پټاقيو او پلاستيكي وسلو پېر او پلور، له هغو ګټه اخيستنه او د خوښۍ ډزې منع اعلان كړې.
دې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د كابل پوليسو ته دنده سپارل شوې، چې د پټاقيو او پلاستيكي وسلو د پېر او پلور، ترې د ګټې اخيستنې او د خوښۍ ډزو، چې د خلكو د ځورونې سبب كېږي، په جدي توګه مخه ونيسي.
د كابل امنيه قوماندانۍ رهبرۍ له خلكو غوښتي، له دا ډول كارونو دې، چې د عامه نظم د اخلالېدو او هېوادوالو ته د اندېښنې رامنځته كېدو سبب كېږي، ځانونه او خپل ماشومان لرې وساتي.
سرچينې همدارنګه له كابل ښاريانو غوښتي، چې د پټاقيو، اور لوبو توكو او پلاستيكي وسلو د پلورونكو په نيولو كې له پوليسو سره همكاري وكړي.
د يادونې وړ ده، چې هر كال د اختر په ورځو كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې له پټاقيو او پلاستيكي وسلو د ګټې اخيستنې له كبله لسګونه ماشومان ټپيان كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ