ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د اسټراليا د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
دغه لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو د انګلستان په بريسټول ښار كې پيل شي.
دا دوهم ځل دى، چې افغان لوبډله د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام په سياليو كې لوبېږي.
د نړيوال جام تر سياليو وړاندې افغانستان له پاكستان او انګلستان سره دوه تمريني يو ورځنۍ لوبې وكړې، چې پاكستان ته يې ماتې وركړه، خو له انګلستان څخه يې ماتې وخوړه.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې ترسره كېږي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ