د غور ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د لسګونو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، افغان ځواكونو تېره شپه په شهرك ولسوالۍ كې د طالبانو د سوق او ادارې پر مركز بريد وكړ او درنه مرګ ژوبله يې ور واړوله.
د ده په وينا، په دغه بريد كې، چې افغان هوايي او ځمكنيو ځواكونو په ګډه وكړ، ۴۰ طالبان ووژل شول.
خطيبي زياته كړه، ښايي ځينې طالبان ټپيان شوي هم وي، خو دا چې په سيمه كې عمليات دوام لري، شمېر يې معلوم نه دى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ