يو شمېر مدني فعالان او د كابل د لوېديځ اوسېدونكي په هېواد كې د سرپرست حكومت پر رامنځته كېدو په ټينګار سره د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي يووالي حكومت د كار دوام غيرې قانوني بولي.
مدني فعال سخي بهزاد نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، د ملي يووالي حكومت په تېرو پنځو كلونو كې د پام وړ لاسته راوړنې نه لرلې او تل خلكو ته د ستونزو رامنځته كېدو سبب شوى دى.
ده د حكومت د كار ناقانونه دوام د قانون ماتونې ملاتړ وباله او له سترې محكمې يې وغوښتل، چې د جمهور رئيس د كاري مودې د غځولو په اړه خلكو ته وضاحت وركړي.
غوښتل مو په دې تړاو د ارګ نظر هم واخلو، خو بريالي نه شوو.
د جمهوري رياست وياندويانو مخكې ستره محكمه د اساسي قانون د تفسير مرجع بللې او د جمهوري رياست تر ټاكنو پورې د ملي يووالي حكومت د كاري مودې د غځولو په اړه يې د يادې ادارې د پرېكړې دفاع كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ