د ملي دفاع وزارت د وسله والو طالبانو له شتونه د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ د ټولو سيمو د پاكولو خبر وركوي.
د ياد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې د شمېر له وړاندې كولو پرته راغلي، تېره شپه په دې ولسوالۍ كې د طالبانو وروستۍ ډله له منځه يووړل شوه.
د ملي دفاع وزارت وايي، د بالامرغاب ولسوالۍ لپاره نوى ولسوال او امنيه قوماندان معرفي شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، امنيتي ځواكونو په دغې ولسوالۍ كې تر دې دمه د طالبانو له لوري د استوګنې په كورونو، مقدسو ځايونو، سړكونو او دوكانونو كې ځاى پر ځاى شوي نېږدې ۵۰ كړۍ ماينونه خنثى كړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د ملي دفاع وزارت د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
په تېره وري مياشت كې شاوخوا ۵۰۰ طالبانو پر بالامرغاب ولسوالۍ بريد وكړ او وتوانېدل د دې ولسوالۍ امنيه قومانداني تر خپل كنټرول لاندې راولي.
د راپورونو پر بنسټ، هلته په جګړو كې تر دا مهاله لسګونو امنيتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ