د امريکا سفارت خبرداری ورکړی چې ښايي د حکومت وسله وال مخالفين د نوي کال په لومړۍ ورځ د جشن په ځينو مراسمو او بهرنيو اهدافو بريدونه وکړي.
په کابل کې د امريکا د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا سفارت د روانې مېلادي مياشتې له نيمايي راهيسې په دې تړاو ډېر راپورونه ترلاسه کړي چې د حکومت وسله وال مخالفين غواړي، په کابل کې په دولتي او بهرنيو ادارو، بنسټونو او اهدافو بريدونه وکړي.
د دې خبرپاڼې له مخې، ښايي، په هوټلونو هلته چې بهرنيان راټولېږي او ښوونځيو هم بريدونه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې سبا په افغانستان کې د نوي کال جشن ترسره کېږي.