ads

امريكا د حمدالله محب له دفتر سره خپلې اړيكې پرې كړې

واشنگټن وايي، له دې وروسته د افغانستان د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب ته په امريكا كې هركلى نه ويل كېږي او متحدو ايالتونو د هغه له دفتر سره خپلې اړيكې پرې كړې دي.

نویسنده: mayar
28 کب 1397
امريكا د حمدالله محب له دفتر سره خپلې اړيكې پرې كړې

واشنگټن وايي، له دې وروسته د افغانستان د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب ته په امريكا كې هركلى نه ويل كېږي او متحدو ايالتونو د هغه له دفتر سره خپلې اړيكې پرې كړې دي.
رويټرز خبري اژانس راپور وركړى، د امريكا د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړي ډيپلوماټ ډېويډ هېل، چې په يوه احضاريه غونډه كې يې د افغانستان د ملي امنيت سلاكار ته د واشنګټن نارضايتي څرګنده كړې وه، له حمدالله محب سره د سياسي او امنيتي اړيكو د پرې كولو موضوع د ټيليفون له لارې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره هم شريكه كړې ده.
واشنګټن د متحدو ايالتونو له امنيتي او سياسي چارواكو غوښتي، چې له دې وروسته د محب هركلى ونه كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې محب تېره اونۍ له طالب استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خبرو نيوكه وكړه او ويې ويل، خليلزاد په دې مذاكراتو كې د خپلو شخصي ګټو او په افغانستان كې د واك ترلاسه كولو په لټه كې دى.
له دغو څرګندونو وروسته د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنيت سلاكار احضار كړ او خبردارى يې وركړ، چې پر خليلزاد بريد پر ياد وزارت بريد دى او د دا ډول څرګندونو دوام به د سولې خبرې زيانمنې كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA