د ترکيې دفاع وزير وايي، په سوريې کې به د منبيج عمليات په يوه مناسب وخت کې پيل شي.
خلوصي اکار اعلان کړی، چې اوسنۍ ستونزې د سوريې په منبيج او د فرات په ختيځ کې دي.
نوموړي زياته کړې، د دغو عملياتو لپاره تياری بشپړ شوی او په يوه مناسب وخت کې به يې پيل كړي.
د ترکيې دفاع وزير د دې هېواد له کومانډو ځواکونو د ليدنې په مهال ويلي، دوی په ترکيې کې له عربانو او کردانو سره ستونزه نه لري او يوازينی هدف داعش ډله او د خلق او پي کې کې اړوند وسله وال دي.
د اكار په وينا، ترکيه به اجازه ورنه کړي، چې په جنوبي ګاونډ كې يې يو ترهګريز دولت جوړ شي.