د نفوس نړيواله ورځ نن په كابل كې ونمانځل شوه.
چارواكي په هېواد كې د نفوس پر زياتېدو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د ۵۰ كاله وړاندې په پرتله د هېواد نفوس درې برابره زيات شوى دى.
د اقتصاد وزير مصطفى مستور د نفوس د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه كې وويل، د اقتصادي بحران او نفوس د كنټرول لپاره بايد بنسټيز كارونه ترسره شي.
د اقتصاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په روان لمريز كال كې د ۱۳۹۶يم په پرتله ۶۷۵ زره تنه د افغانستان پر جمعيت وراضافه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ