په ننګرهار كې د تېر كال په پرتله سږ كال د هندواڼو حاصلات ۱۰ فيصده زيات شوي دي.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، هلته په شاوخوا ۱۵ زره جريبه ځمکه كې هندواڼې کرل شوي او لومړنۍ ارزونې ښيي، چې له هر جريب ځمکې په منځنۍ توګه اووه ټنه د هندواڼې حاصلات ترلاسه كېږي.
سرچينه وايي، سږ كال به په ننګرهار كې د هندواڼو حاصلات څه باندې ۱۰۰ زره ټنو ته ورسېږي، په داسې حال كې، چې تېر کال په دغه ولايت کې د هندواڼو شاوخوا ۹۰ زره ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.
بټي کوټ، ګوشته، کامه، مومندره او لعلپوره د ننګرهار د هغو ولسواليو له جملې څخه دي، چې د هندواڼو زيات پالېزونه لري.
د يادونې وړ ده، چې د ياد ولايت هندواڼې پر ختيځو سربېره نورو ولايتونو ته هم وړل كېږي او خلك يې په ښه بيه اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ