د خوست د مرکز په خبشخېلو سيمه کې دوه پوليس د نامعلومو وسله والو له لوري ترور شوي دي.
د سيمې خلک وايي، په كلي كې يې تېره شپه شاوخوا نهه بجې دوه موټر سايکل سپاره پوليس ويشتل شوي دي.
دوى زياتوي، له ويشتل کېدو وروسته د يوه مړى په همدغه كلي او د بل په بله سيمه كې پيدا شوى دى.
د خوست امنيه قومانداني هم پېښه مني او وايي، چې په اړه يې څېړنې روانې دي.
د دې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحنان په دې اړه كليد ته داسې وويل.
د بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ