په لوګر کې تېره ورځ له ۲۰۰۰ بېځايه شوو او بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د مرستې په وېشلو كې د دغه ولايت مرستيال والي قمرالدين شکېب، له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس مطيع الله احمدزي او يو شمېر نورو مسوولينو برخه واخيسته.
د لوګر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د احمدزي له قوله راغلي، چې ياده مرسته د قزاقستان له لوري له افغان حكومت سره شوې وه او هرې كورنۍ ته ۵۰ كيلو ګرامه اوړه او ۱۷ قوتيه غوښه وركړل شوه.
د يادونې وړ ده، چې سږ كال لسګونه زره كورنۍ د ناامنۍ او طبيعي افتونو له كبله له خپلو سيمو بېځايه شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ