د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله درېيمه لوبه ايرلنډ ته وبايلله.
د دې لوبې پچه، چې د افغانستان په وخت نن سهار وخته په نيوزيلنډ كې پيل شوې وه، افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه.
د ايرلنډ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۲۲۶ منډې هدف وټاكه، خو د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې په ۴۹ اعشاريه ۲ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۱ منډې وكړې او لوبه يې د څلورو منډو په توپير وبايلله.
افغانستان تر دې مخكې پهD ګروپ كې پاکستان او سريلانکا ته په ماتې وركولو کوارټر فاينل ته وتلى دى.
د روانې لوبې ګټل ځکه مهم و، چې افغانستان به د ګروپ په سر کې پاتې شوى او په کوارټر فاينل کې به د بل ګروپ له دوهم ټيم سره لوبېدلى واى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ