كابل ښاروالۍ د دې ښار له عمومي لارو او سړكونو د لاسي پلورونكو د لرې كولو او د هغوى د منظم كولو كار پيل كړى دى.
د دې ښاروالۍ مسوولين د دغه كار هدف د ښاري او ټرانسپورټي نظم رامنځته كول او د لارو خلاصون بولي.
د كابل ښاروالۍ مطبوعاتي سلاكار عبدالجليل سلطاني نن كليد ته وويل، چې دوى لاسي پلورونكو ته مشخص ځايونه په پام كې نيولي او د هغوى د كار مخنيوى نه كوي.
سلطاني زياته كړه، پر عمومي لارو او سړكونو د لاسي پلورونكو شتون لارې بندوي او خلكو ته ستونزې جوړوي.
د كابل ښاروالۍ تراوسه د فروشګاه، پل باغ عمومي، كوټه سنګي او د دې ښار د ځينو نورو سيمو لارې له ګرځنده پلورونكو پاكې كړې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې نن سهار د کابل ښار په ده افغانانو سيمه كې يو شمېر دوكاندارانو او ګرځنده پلورونکو د ښاروالۍ په ضد لاريون وکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ