د پکتيا امينتي چارواکي وايي، له تېرو دوه اونيو سختو جګړو وروسته پر دې وتوانېدل، چې د جاني خېلو ولسوالۍ سقوط شوې سيمې او امنيتي پوستې له وسله والو طالبانو بېرته ونيسي.
د پکتيا د امنيې قومندانۍ وياند سردارولي تبسم کليد ته وويل، چې په تېرو دوه اونيو جګړو کې د وسله والو مخالفينو شاه اوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي دي.
تبسم وايي، په دغو جګړو کې افغان امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده معلومه.
په ورته وخت کې وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو دغه ادعا ردوي او وايي، ولسوالۍ اوس هم د دوی په ولکه کې ده او په په تېرو جګړو کې يې ګڼ افغان امنيتي ځواکونه وژلي دي.