امنيتي چارواکي وايي، د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په بريد کې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لوګر ولايت د والي وياند سليم صالح وايي، چې د برکي برک ولسوالۍ په دو شېخ سيم کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په يوه ګزمه کوونکي موټر بريد کړی، چې په مهال يې درې تنه پوليس وژل شوي، رېنجر موټر يې له ځان سره وړی او يو پوليس يې ټپي کړی هم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې دا څووم ځل، چې د وسله والو طالبانو له لوري په امنيتي ځواکونو د بريد ترڅنګ د دوی موټر هم له ځانه سره وړي.